د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه

org_admin
Mon, Dec 18 2023 11:44 AM
asdasd

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې د دفاعي، امنيتي او ټولنيز خونديتوب رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د بنسټيزو پروژو، طبعي سرچينو، اقتصاد او کرنې برخې رييس ښاغلي وحيد الله پويا، د عملکرد سکتور د پلټنې برخې رييس ښاغلي احمد شکيب ستاري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۳ نېټه، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وزير ښاغلي الحاج مولوي عطاء الله عمري، اداري رييس ښاغلي قاري حزب الله او د ياد وزارت له نورو مسوولينو سره وليدل.
د غونډې په پيل کې د پلټنې پلاوي، د ادارې په مخينې، مسوليتونو او صلاحيتونو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل. ښاغلي جريروويل: د امارت رهبري د اسلام او قرآن څخه عبارت ده د الله ج پېرزوينه ده، چې د داسې اسلامي نظام برخه وال یو، د ازادۍ جهاد پای ته رسيدلی اوس د ابادۍ جهاد پيل شوی وخت د دې دی، چې په ګډه دا هېواد اباد کړو.
همدارنګه ښاغلي جرير د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له مسوولينو مننه وکړه، چې له پلټونکو سره يې د پلټنې په بهير کې یې هر اړخيره همکاري کړي ده.
ورپسې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزير ښاغلي عمري وينا وکړه نوموړي وويل هېواد هغه وخت جوړيږي، چې ملت يې قانع وي د ملت قانع کول زموږ پر غاړه دی، په اداري چارو کې حتما ستونزې رامنځته کیږي،  د خوښۍ ځای دی، چې د پلټنې عالي اداره په ټولو دولتي چارو کې د رونټيا رامنځ ته کولو په موخه هڅې کوي نوموړي له پلټونکو مننه وکړه، چې په دې وزارت کې خپل کارونه په پوره ایماندارۍ ترسره کړي دي.
د غونډې په پای کې ښاغلي پويا وويل د پلټنې عالي ادارې مسووليت دی، چې په ټولو دولتي چارو کې د رونټيا رامنځ ته کولو په پار هڅې وکړي، د ښې او سالمې ادارې رامنځته کول د هغو ښو کارکوونکو د کار پايله وي، چې د کار موخه یې د الله رضا وي، نوموړي د مسودې يوه کاپي د هغوی د نظر اخيستلو موخه له مسوولينو سره شريکه کړه.  

asdsad

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS