د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې د دفاعي، امنيتي او ټولنيز خونديتوب رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د بنسټيزو پروژو، طبعي سرچينو، اقتصاد او کرنې برخې رييس ښاغلي وحيد الله پويا، د عملکرد سکتور د پلټنې برخې رييس ښاغلي احمد شکيب ستاري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۳ نېټه، د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وزير ښاغلي الحاج مولوي عطاء الله عمري، اداري رييس ښاغلي قاري حزب الله او د ياد وزارت له نورو مسوولينو سره وليدل.
د غونډې په پيل کې د پلټنې پلاوي، د ادارې په مخينې، مسوليتونو او صلاحيتونو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل. ښاغلي جريروويل: د امارت رهبري د اسلام او قرآن څخه عبارت ده د الله ج پېرزوينه ده، چې د داسې اسلامي نظام برخه وال یو، د ازادۍ جهاد پای ته رسيدلی اوس د ابادۍ جهاد پيل شوی وخت د دې دی، چې په ګډه دا هېواد اباد کړو.
همدارنګه ښاغلي جرير د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له مسوولينو مننه وکړه، چې له پلټونکو سره يې د پلټنې په بهير کې یې هر اړخيره همکاري کړي ده.
ورپسې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزير ښاغلي عمري وينا وکړه نوموړي وويل هېواد هغه وخت جوړيږي، چې ملت يې قانع وي د ملت قانع کول زموږ پر غاړه دی، په اداري چارو کې حتما ستونزې رامنځته کیږي، د خوښۍ ځای دی، چې د پلټنې عالي اداره په ټولو دولتي چارو کې د رونټيا رامنځ ته کولو په موخه هڅې کوي نوموړي له پلټونکو مننه وکړه، چې په دې وزارت کې خپل کارونه په پوره ایماندارۍ ترسره کړي دي.
د غونډې په پای کې ښاغلي پويا وويل د پلټنې عالي ادارې مسووليت دی، چې په ټولو دولتي چارو کې د رونټيا رامنځ ته کولو په پار هڅې وکړي، د ښې او سالمې ادارې رامنځته کول د هغو ښو کارکوونکو د کار پايله وي، چې د کار موخه یې د الله رضا وي، نوموړي د مسودې يوه کاپي د هغوی د نظر اخيستلو موخه له مسوولينو سره شريکه کړه.