د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کور او ښار جوړونې وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د بنسټیزو پروژو، طبعي سرچینو، اقتصاد او زراعت برخې پلټنې رییس ښاغلي وحیدالله پویا او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۳ نېټه د کور او ښار جوړونې وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې د دې ادارې په صلاحیتونو، مسوولیتونو او تر پلټنې لاندې ادارې په مکلفیتونو اړین معلومات وړاندې کړل او د پلټنې په بهیر کې یې د همکارۍ غوښتنه ترې وکړه.
پای کې د کور او ښار جوړونې وزیر ښاغلي مولوي حمدالله نعماني پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.