دپلټنې په عالي اداره کې د زده کړئیز مرکز پرانیسته

sao-af
Mon, Jan 06 2020 10:51 AM
SAO

د پلټنې عالي ادارې رئیس محمد نعیم حقمل له خوا،  چې د ادارې مسلکي مرستیال ، د ادارې مالي او اداري مرستیال ، او همدارنګه د ادارې همکارانو شتون درلود د ۱۳۹۸لمریز کال دمرغومې په ۱۴نیټه  دپلټنې عالي ادارې زده کړئیز مرکز پرانیستل شو.
دپلټنې عالي ادارې رئیس د پلټنې بنسټونو لپاره د وړتیا لوړوالی په مالي بنسټونو کې دیوې اغیزمنې پلټنې دترسره کولو، دعامه خدمتونو دکیفت لوړولو اوپه عامه شتمنۍ  کې روڼتیا راوستلولپاره اړین وباله او وویل : که چیرې دپلټنې دپایلو کیفت لوړ نشي،  نو د ادارو اوپه ټوله کې ددولت لپاره دوخت ضایې کول دي ، چې ددې لازمه په دوامداره توګه د وړتیا لوړوالی او په عملي او نظري ټوګه دپلټنې دنړیوالو ستندردونو باندې پوهیدل دي. که چیرې پدې ستندردونو پوه نشو  نو نشوکولی درعایت په پلټنه کې او هم دکړنو په پلټنه کې موندنې اومناسبه لاسته راوړنې ولرو. چې په لومړي قدم کې  داقتصاد، حقوقو او سوداګرۍ په څانګو کې دتحصیلي اسنادونو لرل اړین دي، او ورپسې به دغه وړتیاوې د ادارې په دننه کې دزده کړئیزو برنامو په پرانیستلو سره نورې هم لوړې شي ترڅو موږ وکولی شو پدې اداره کې دبهرنیو سلاکارانو ځای ډک کړو.

ښاغلی حقمل همدارنګه وویل:  په نورو هیوادونو کې دپلټنې عالي ادارو بنسټونو  د داخل خدمت زده کړئیزو برنامو تر څنګ  دپلټنې زده کړئیز مرکزونه هم پرانیستې دي، او ځینې هیوادونه دپلټنې اکادمۍ هم لري . د ادارې مسلکي موخوته درسیدلو په خاطر پدې اداره کې  دادارې پر ملاتړ د  (ACCA)   زده کړئیزه برنامه دوام لري ،که الله (ج) غوښتي وي یوه ورځ به  دپلټنې داکادمۍ پر پرانیستې هم بریالي شو.

پدې لړ کې فضل هادی فضل د ادارې مسلکي مرستیال وویل: نن ورځ موږ دوخت په حساس پړاو کې قرارلرو چې د ادارې دزده کړئیز مرکز پرانیسته ده، چې دغه مرکز به راتلونکې کې  د اکادمې دجوړولو لپاره لار پرانیزي،چې هم به دپلټنې عالي ادارې لپاره او هم  به د ادارو د داخلي پلټنې لپاره  داهمیت وړ وي.
ښاغلي فضل  دزده کړې په اړه د قرآن عظیم الشان مبارک آیت ژباړه ولوسته او وویل  : آيا برابردي هغه کسان چې پوهيږي او هغه کسان چې نه پوهيږي؟ نه هیڅ کله هم برابر ندي نو موږ نن ورځ  د ادارې په آزموینه کې دهغو بریالیو کارکونکو شاهدان یو او غواړو چې د دوي وړتیا دنورو زده کړو په ترلاسه کولو سره دپلټنې په چارو کې لوړې کړو.

دغونډې په ادامه کې ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد  د ادارې مالي اواداري مرستیال وویل: زه په پیل کې؛ دې ادارې ته د نوي کارکونکو د راتګ هرکلی  او مبارکي وایم ښاغلي شیرزاد په سازمان کې د منابع له ډولونو څخه یې یادونه وکړه؛ اووویل: مالی منابع، فزیکی، انسانی او غیر محسوس منابع... خو انسانی منابع د نورو منابعو پر نسبت محوری‌ترین متحرکه منبع ده. اوکولی شي  په دوامداره توګه  خپله وړتیا لوړه کړي هغه د پیغمبر(ص) قول څخه یې یادونه وکړه اووویل:" له زانګو نه تر قبر پورې د علم زده کړه وکړئ".

مالي او اداري مرستیال څرګنده کړه: دزده کړې لپاره  دخدمت څخه مخکې او ورسته ځانګړی وخت شتون نلري، داوسیني زده کړو دارزونې پایلې  د ادارې دکارکونکو په برخلیک اساسي نقش لري،او له ګډون والو څخه یې په کلکه وغوښتل تر څو دغه فرصت له لاسه ورنکړي.

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS