د پلټنې عالي ادارې ګومارل شوي پلاوي، د افغانستان د بدني روزنې او لوبو په عمومي ریاست کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د افغانستان د بدني روزنې او لوبو عمومي ریاست کې د پلټنې بهېر له بشپړېدو وروسته، د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د پلټنې ټیم امر ښاغلی قاري حبیب الله مموزي، د پلاوي غړی ښاغلي وحیدالله وفا او نورو غړو ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان المعظم په ۲۸نیټه د بدنې روزنې او لوبو عمومي رییس ښاغلي انجینیر نظر محمد مطمین او نورو مسوولینو سره د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
په یاده ناسته کې د پلټنې پلاوي د پلټنې په جریان کې د مسوولینو له ښې همکارۍ او په وخت استعلامونو ته د ځواب ویلو له امله مننه وکړه، او د پلټنې د موندونو د راپور مسودې په اړه یې له مسوولینو سره خبرې اترې وشوې او د پلټنې د راپور مسودې یوه کاپي يې د نظر اخیستلو په موخه هغوی ته وړاندې کړه.