د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د چارو اداره کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
Mon, Dec 18 2023 10:24 AM
dfsd

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټڼې برخې رییس ښاغلي نثاراحمد ثبات او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۳ نېټه د چارو ادارې له مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد صابر المعتصم باالله او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د قرانکریم او نبوي ارشاداتو په رڼا کې د بیت المال په ساتنې معلومات وړاندې کړل، ورپسې یې د پلټنې په بڼو، موخو، د پلټنې په بهیر کې د پلټونکو په مسوولیتونو او د پلټل کېدونکې ادارې په مکلفیتونو خبرې وکړې.
د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د پلټنې اصلي موخه د پلټل کېدونکو ادارو د ستونزو او نیمګړتیاوو پیدا کول او ورته د حل لارو وړاندې کول یاد کړل او زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې رهبري تل کوښښ کوي تر څو د مسلکي او کیفیت لرونکې پلټنې پر مټ په خپلواک ډول د مسلکي پلټونکو پر هڅو د عامه شتمنیو له سم لګښت او د عوایدو له سم راټولېدو خپل ولس او د اسلامي امارت عالي مقام ته ډاډ ورکړي.
پای کې د چارو ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد صابر المعتصم باالله پلټنه د ستونزو او نیمګړتیاوو د رابرسېره کولو په پار مهمه چاره یاده کړه، چې ورسره عامه اداره او هېواد پرمختګ کوي، د یادولو ده، چې نوموړي له پلټونکو سره د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.  

dsfsf

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS