په زابل ولایت کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د کاري پروسې له بشپړېدو سره سم پایغونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۸/۳۰
د زابل ولایت پلټل شویو ادارو کې د پلټنې عالي ادارې مسولینو د پلټنې پایغونډه جوړه کړه، په یاده ناسته کې مسولنیو د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې، پلټونکو د خپلې کاري دورې له بشپړیدو سره سم د خپلو موندنو د راپور د مسودې یو کاپي مسولینو ته د نظر وړاندې کولو لپاره وسپارله، د زابل ولایتي مسولینو د پلټونکو له لوري ورته د ورکړل شویو وړاندیزونو د پلي کېدا ژمنه وکړه.