د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
Mon, May 13 2024 11:34 AM
sdf

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه، د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرحمان مرحوم، د علي اباد تدریسي روغتون رییس ښاغلي عبدالمطلب شینواري او نورو مسوولینو سره په جلا ناستو کې ولیدل.
ناستو کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې عالي ادارې په موخو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو خبرې وکړې او په حکومتي نظام کې یې د فساد په مخنیوي او له منځه وړلو معلومات وړاندې کړل او د یادو مراجعو له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د کابل طبي پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون مسوولینو د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ او د پلټنې بهیر یې له عامه شتمنیو او بیت المال څخه د ساتنې لپاره اړین وباله او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

fdgdgfsdfff

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS