د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه، د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرحمان مرحوم، د علي اباد تدریسي روغتون رییس ښاغلي عبدالمطلب شینواري او نورو مسوولینو سره په جلا ناستو کې ولیدل.
ناستو کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې عالي ادارې په موخو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو خبرې وکړې او په حکومتي نظام کې یې د فساد په مخنیوي او له منځه وړلو معلومات وړاندې کړل او د یادو مراجعو له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د کابل طبي پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون مسوولینو د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه؛ او د پلټنې بهیر یې له عامه شتمنیو او بیت المال څخه د ساتنې لپاره اړین وباله او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.