د مالیې وزارت د پلټنې پرانیسته غونډه تر سره شوه
د مالیې وزارت د پلټنې پرانیسته غونډه او د پلټنې عالي ادارې د هیات دغړو معرفي د روان کال د غویي د میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار مولوي نور حیدر صدر، د مالیې وزارت دعوایدو لوی ریاست عمومي رئیس معراج الدین معراج او د پلټنې مؤظف هیات حضور درلود د یاد وزارت په مقر کې تر سره شوه.
په یاده غونډه کې محترم مولوی نورحیدر صدر د پلټنې مؤظف هیات د مالیې وزارت مسوولینو ته وروپیژندل او ورپسې د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو په ادارو کې د پلټنو د تر سره کیدو د څرنګوالي او د پلټنې عالي ادارې د واکونو په اړه محترم سید درالله احسان د غونډې ګډونوالوته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د مالیې وزارت له مسوولینو څخه دپلټنې له مؤظف پلاوي سره د لازمو همکاریو غوښتونکی شو.
د غونډې په پای کې د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس د پلټنې مؤظف پلاوي ته د هر کلی ویلو تر څنګ د پلټنې له مؤظف پلاوي سره یې د هراړخیزو همکاریو چمتوالی وښود او ناسته دخیر په دعا سره پای ته ورسیده.