د مسلکی مرستیال ژوند لیک

ښاغلی فضل هادی «فضل» په مختلفو ادارو کې د پلټنې په برخه کې د لسو کلونو څخه زیاته کاري، مسلکي او تخصصي تجربه لري. نوموړي د څلورو کلونو مودې لپاره په افغان امریکایي پوهنتون (AUAF) کې د داخلي پلټنې ریاست د رئیس په توګه دنده ترسره کړې ده. برسېره پردې، ښاغلي فضل د امریکا د متحده آیالاتو د پراختیایي پروګرام د امانت (AMANAT) پروژې سره د پلټنې په برخه کې د ستر سلاکار په توګه او د نړیوال بانک د (PFMR-2) پروژې سره د پلټنې د متخصص په توګه هم دنده ترسره کړې ده.  

ښاغلی فضل د افغانستان د داخلي پلټونکو د انسټیټیوټ رئیس او بنسټ ایښودونکی ده چې د ( IIA Global ) غړیتوب هم لري ، همدا راز یې د عزیزي بانک د داخلي پلټنې د ریاست د رئیس او د ګڼ شمیر بانکونو د څیړنې د کمیټې د غړي او نورو غیر دولتي او غیر انتفاعي ادارو کې د پلټنې د متخصص په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي فضل خپل د لیسانس سند د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ څخه ترلاسه او د ماسټري سند یې د ادارې او تجارت (MBA) په برخه کې د افغان امریکایي پوهنتون (AUA)  څخه تر لاسه کړی دی. برسیره پر دې نوموړي د تقلب د څیړنې مسلکي تصدیقنامه (Certified Fraud Examiner) د آمریکا هېواد د تقلب د پلټونکو د مسلکي ټولنې (Association of Certified Fraud Examiners) څخه په کال 2018 کې ترلاسه کړې ده.  نوموړی د داخلي پلټنې د انسټیټیوت (IIA) غړیتوب هم لري.

ښاغلی فضل د لوړو زده کړو ترڅنګ، د مختلفو ادارو څخه د تقلب د تشخیص او څیړنې، پلټنې ، مدیریت او حسابداري او پانګې اچونې په برخو کې مسلکي او مدیریتي زده کړې هم کړي دي.

په مسلکي برخه کې یې د فعالیتونو ترڅنګ، ښاغلي فضل د پلټنې په برخه کې د استاد دنده ترسره کړې او د زده کړې د پروګرامونو د ارائیه کولو په برخه او د پلټنې د مسلک د بنسټیز کولو په برخه کې یې هم فعاله ونډه اخیستې ده. 

ښاغلی فضل په دې وروستیو کې د افغانستان د جمهوري ریاست د لوړ مقام د حکم په اساس د پلټنې د عالي ادارې د مسلکي معاون په توګه وګمارل شو.