د ادارې موخې

  • د دولتې ادارو د بودجې د عوایدو او لګښتونو په پلټنې پورې د اړوندو چارو تنظیمول او د تقنیني سندونو له حکمونو سره د دولتي ادارو او نورو هغو مراجعو د مالي او حسابي فعالیتونو تطبیقول چې عامه شتمني په واک کې لري یا له هغې څخه ګټه پورته کوي.
  • د سالمې ادارې د پیاوړې کولو او د عامه باور د زیاتولو لپاره د روڼتیا او حساب ورکونې ښه کول او له وجوهو یا عامه شتمنۍ څخه مناسبه ګټه اخیستنه.
  • د دولتي ادارو او نورو هغو مراجعو په حساب ورکونه او کړنو کې د روڼتیا ښه کول چې عامه پیسې یا شتمني په واک کې لري او یا له هغو څخه ګټه اخلي.
  • د پلټنې د عالي ادارې په تشکلیل، دندو، واکونو او مکلفیتونو پورې د اړوندو چارو تنظیمول.
  • تر پلټنې لاندي مراجعو د حقوقو او مکلفیتونو تأمینول.