د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي ناسته، چې پکې د دې ادارې د مالي او تقنيني اسنادو پلټنې د چارو مرستيال ښاغلي الحاج مولوي عزت الله حقاني، د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، د کړنو او ځانګړې پلټنې برخې رييس ښاغلي نور حيدر صدر، حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر، رييسانو او ځينو نورو امرينو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق د جمادي الاول په ۲۹ نېټه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه ورپسې ښاغلي حقاني ګډون والو ته وينا وکړه نوموړي وويل د اسلامي امارت نظام په اډانه کې چې کوم وکړي په دندو بوخت دي او فعاليتونه ترسره کوي حقيقت کې په ټولنيز عبادت بوخت دي نوموړي زياته کړه: موږ ټول د نظام په خدمت کې شتون لرواو د ټولو رياستونو څخه يې غوښتنه وکړه، چې په چارو کې له يو بل سره همکار اوسي.
همدارنګه په دې ناسته کې د اجنډا مطابق په شته وو ټکو هراړخيزې خبرې وشوې، او په اړه ېې اړينې پريکړې ترسره