د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه تر سره شوه
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام دکابینې د) ۱۴۴۳ (کال د )۱۵( شمیرې مصوبې پر بنسټ چې له مخې د وزیرانو او مرستیالانو تر منځ دهمغږۍ ټینګښت او په هره او نۍ کې دکاري غونډو ترسره کول دي، نن چهارشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومې د میاشتې ۸ نیټه، چې د ۱۴۴۳ قمري کال دجمادي الاول له ۲۴ نیټې سره سمون لري د مشرتابه پلاوي غونډه د پلټنې عالي ادارې رئیس ښاغلي مولوي قدرت الله جمال پر مشرۍ چې د دې ادارې ښاغلي مرستیالانو، رئیسانو هم ګډون درلود د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیاتونو سره پیل او ورپسې په اجنډا کې د راغلو موضوعاتو په اړه چې د۱۴۴۴ قمري کال تشکیل، د پلټنې دموندنو پلې کول، وړاندیزونه او متفرقه موضوعات ووه هر اړخیز بحث او څرګندونې وشوې او په اړه یې لازم هوډونه ونیول شول همدارنګه اړونده څانګو ته لارښوونه وشوه، تر څو دغونډې د پریکړې سره سم اجراآت وکړي او غونډه دخیر په دعا سره پای ته ورسیده.