د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د عوایدو عمومي ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجازالحق عزیزي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۹ نېټه د عوایدو عمومي ریاست رییس ښاغلي الحاج شیرمحمد مشفق او د یاد ریاست له نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې پلاوي، د اسلام مبارک دین په رڼا کې د تېروتنو او نیمګړتیاوو د سمونې په موخه د پلټنې او حساب ورکونې په ارزښت معلومات وړاندې کړل او د عوایدو عمومي ریاست له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د عوایدو عمومي ریاست مسوولینو د پلټنې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او پلټنه یې په ادارو کې د اصلاحاتو رامنځته کولو په پار اړينه وبلله او د پلټنې په بهیر کې یې له پلټونکو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.