د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۶ نېټه، د پلټنې عالي ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدلاحد قیومي او نورو غړو په شتون کې د وزیر محمد اکبر خان روغتون رییس ښاغلي ډاکټر نثار نیازي او نورو مسولینو سره، د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
د غونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د پلټنې په تاریخي مخینې، واکونو، مسولیتونو او تر پلټنې لاندې ادارې په مکلفیتونو اړین معلومات د غونډې حاضرینو ته وړاندې کړل.
وروسته د وزیر محمد اکبر خان روغتون مسوولینو په دغه روغتون کې د پلټنې ګمارل شوي ټيم له شتون څخه خوښي څرګنده کړه او د پلټنې ټیم ته یې ډاډ ورکړ چې استعلامونو ته به پر وخت ځواب او اړین اسناد به ورته چمتو کړي او له پلټونکو سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.