د پلټنې یو کلن ښوونیز پروګرام جوړ شو
د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا ریاست د دې ادارې او د نورو ادارو د کورنۍ پلټنې ریاستونو ۲۴ پلټونکو لپاره د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲ نېټه د پلټنې یو کلن ښوونیز پروګرام جوړ کړ.
د پروګرام په پیل کې د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا رییس ښاغلي سید رحمان رحمان د دې ښوونیز پروګرام د جوړېدو په اړه وویل: مونږ د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ په همکارۍ او همغږۍ وکولای شو، چې د خپلې او نورو ادارو د پلټونکو د ظرفیت او وړتیا لوړولو په پار بیلا ـ بیل اوږد مهالي او لنډ مهالي پروګرامونه جوړ کړو، چې دا پروګرام هم په همدې لړۍ کې شامل دی.
د یاد ښوونیز پروګرام ګډونوالو د پلټنې عالي ادارې د رهبري له مقامه مننه وکړه او د دا ډول پروګرامونو جوړول یې د دندو پر مخ وړلو کې ډیر ګټور او اغیزمن وباله.