پلټنې عالي اداره کې د اعتراضونو د حل کومیټې ناسته ترسره کړه
د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۳۰، د اعتراضونو د حل کومېټې د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني اسنادو د رعایت او پلټنې مرستیال (د اعتراضونو د کومېټې رییس) ښاغلي مولوي عزت الله حقاني په مشرۍ، حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي نورحیدر صدر او د کومېټې د نورو غړو په ګډون د پلټنې عالي ادارې د غونډو په تالار کې ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کومېټې په اجنډا کې د شته (۱۲) مواردو په اړه بحث تر سره او په اړه یې لازمې پریکړې ترسره شوې.