په درې ادارو کې د عامه پروژو د پلټنې افتتاحیه غونډې ترسره شوې
د پلټنې عالي ادارې د عامه پروژو ریاست د پلټونکو ټیم د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو سره یې لومړنۍ پرانیسته غونډه د روان کال د غویي د میاشتې په ۲۰ نیټه، چې د پلټنې عالي ادارې حقوقي سلاکار مولوي نور حیدر صدر ، د عامه پروژو د پلټنې رئیس ښاغلی د یپلوم انجینیر سید منان سهار ، د عامه پروژو دپلټنې ریاست آمر انجینیر محمد طاهر فیضی، د پلټنې مؤظف ټیم، او له بل لوري څخه دعامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین محترم ډاکتر محمد حسن غیاثی، د بشري سرچینو رئیس حکمت الله ، د تدارکاتو رئیس محترم سردار ولی، د وزارت محترم سلاکار ایمل ، د پالیسۍ او پلان سلاکار محترم ډاکتر مبارک او د یاد وزارت ځینې نورو رئیسانو او کارکونکو حضور درلود تر سره شوه.
په پېل کې محترم مولوی نورحیدر صدر د هیواد نافذه قوانینو سره سم په ادارو کې د پلټنو دتر سره کیدو د څرنګوالي، د پلټنې عالي ادارې د واکونو او د پلټونکو پروړاندې د مراجع د مکلفیتونو په اړه یې دغونډې ګډونوالوته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او له اړونده مسوولینو څخه د پلټنې له مؤظف پلاوي سره د لازمو همکاریو غوښتونکی شو. د غونډې په پای کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین د پلټنې مؤظف پلاوي ته هر کلی ووایه او په دې اړه یې د هرډول همکاریو چمتوالی وښود او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسیده.
په همدې لړ کې د یاد ریاست د پلټنې دویم ټیم د روان کال د غویي د میاشتې په ۲۱نیټه ، خپل پرانیسته غونډه چې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رئیس محترم مولوی غازی محمد ، د عامه پروژو د پلټنې رئیس ښاغلی د یپلوم انجینیر سید منان سهار ، د عامه پروژو د پلټنې ریاست آمر محترم انجینیر محمد طاهر فیضی، او مؤظف ټیم او له بل لوري څخه د کابل ښاروال محترم مولوی بلوچ، د داخلي پلټنې رئیس محترم مولوی مفتی روح الله ، د تدارکاتو رئیسمولوی محمد جواد هاجر، او د کابل ښاروالۍ مالي او اداري رئیس محترم مولوی عبدالله ګډون درلود تر سره شوه. او له اړونده ادارې څخه پدې برخه کې د همکاریو غوښتونکي شول همدارنګه دکابل ښاروالۍ مشرتابه هم د پلټنې عالي ادارې د پلټنې له مؤظف ټیم څخه تود هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه چې د پلټنې له مؤظف ټیم سره به خپله همکاري ونه سپموي.
همدارنګه د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو د دریم ټیم غونډه هم د۱۴۰۱ لمریز کال د غویي د میاشتې په ۱۸نیټه، د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوی نور الله منیر، د دفتر رئیس محترم عبدالخالق صادق سره د یاد وزارت په مقر کې کې تر سره شوه . پدې غونډه کې د پلټنې له مؤظف ټیم څخه تود هرکلی وشو او د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري ورته ډاډ ورکړل شو چې د پلټنې له ټیم سره به هراړخیزه همکاري وکړي.