د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، هرات ولایت ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۱۲:۵۹
gsdfsd

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې مشري یې ددې ادارې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی خان راهب کوله او ورسره د عملکرد او چاپېریال ساتنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري،  د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد ثبات او د پلټنې ټیم غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۵ نېټه د هرات ولایت مستوفي ښاغلي حافظ خلیل احمد احسان او نورو کارکونکو سره ولیدل.
پیل کې ښاغلي مولوي محمدعیسی خان د اسلام مبارک دین په رڼا کې د پلټنې او حساب ورکولو په ارزښت او اهمیت معلومات وړاندې کړل. د غونډې په دوام ښاغلي احمد شکیب ستاري پلټنه په ادارو کې د کارکونکو لپاره د کړنو د سموالي په موخه اړینه یاده کړه او ویې ویل: چېرې، چې کار شتون ولري تېروتنه او غلطي هروـ مرو رامنځته کیږي، له همدې امله د پلټنې عالي ادارې پلټونکي د ناسمو چارو څخه د مخنیوي لپاره په ادارو کې ګمارل کیږي، څو پلټنه ترسره او د چارو د سمون لپاره سپارښتنې وړاندې کړي.
په پای کې د هرات ولایت مستوفي د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

fgdfgfgddg

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS