د پلټنې عالي ادارې رییس د ولایتي ادارو پلټلو په پار ټاکل شوو پلاوو سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۶ نېټه، د ننګرهار، لغمان او کندز ولایتونو د سیمه اییزو ادارو د پلټنې په پار د ټاکل شویو پلاوو له امرینو او غړو سره ولیدل.
لیدنه کې د پلټنې عالي ادارې رییس له ټاکل شویو پلاوو وغوښتل، چې د پلټنې په لړ کې دې له دقت، صداقت او اخلاص څخه کار واخلي او خپل مسوولیتونه دې د افغانستان اسلامي امارت د قوانینو، مقرراتو او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمانونو، امرونو او دستورونو سره سم ترسره کړي.
د یادولو ده، چې د پلټنې عالي ادارې پلاوي به د یادو ولایتونو د سیمه اییزو ادارو له پلټنې وروسته د پلټنې راپور له ادارې سره شریک کړي او پایلې به یې د اسلامي امارت له عالي مقام سره شریکې شي.