د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د افغانستان طبي شورا کې د پلټنې پایــغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د دعوت او ارشاد رییس ښاغلی مولوي محمدعیسی خان راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس محترم عبدالاحدقیومی او د پلټنې ټیم په ګډون د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۲۸ نېټه د افغانستان د طبي شورا له عمومي رییس ښاغلي ډاکټر ګل محمد عثمان او نورو مسوولینو سره د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
په دې ناسته د پلټنې د موندنو د راپور په مسودې دیادې شورا له مسوولینو سره خبرې اترې وشوې.