د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ زرغونتیا ریاست کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني، د رسنیو او عامه اړیکو امر ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۲ نېټه د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد داوود مهاجر، امرینو او نورو کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي له عامه شتمنیو څخه د ساتنې په برخه کې د پلټنې په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او د پلټنې عالي اداره یې د نورو امارتي ادارو په منځ کې اړینه وبلله.
پای کې د زرغونتیا ریاست مسوولینو د پلټنې ټیم غړو له هڅو او حوصلې مننه وکړه او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کېدا ژمنتیا یې څرګنده کړه.