د پلټنې عالي ادارې د اعتراضونو د حل کمېټې ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارې د اعتراضونو د حل کمېټې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر په مشرۍ، چې پکې د ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، د ادارې حقوقي سلاکار مولوي الهام الدین عمر، رییسانو او ځینو پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۱۷ نېټه، ناسته ترسره کړه.
پیل کې په اجنډا کې راغلي موضوعات د راپورونو د تحلیل رییس ښاغلي خلیل الله حکیمي له لوري، چې د ناستې سکرتریت یې هم تر غاړې و، ولوستل شو ډیرو خبرو او بحث وروسته د اسلامي امارت د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې یې په اړه پریکړې وشوې.
د یادولو ده، چې د پلټنې عالي ادارې د اعتراضونو د حل کمېټې د پلټل شویو ادارو د اعتراضونو له ثبت وروسته سملاسي د اړوندو موضوعاتو د حل په موخه ناسته ترسره کوي.