د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې غونډه تر سره شوه

sao-af
Mon, Sep 14 2020 8:55 AM
sao

د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې غونډه نن دوشنبه د ۱۳۹۹ لمریز کال د وږې میاشتې په ۲۴ نیټه، د پلټنې عالي ادارې د مالي او د قوانینو او مقرراتو د رعایت پلټنو مرستیال فضل هادي فضل؛ په مشرۍ او د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې رئیس او د کمیټې د غړو، د مدني ټولنو غړو او د پلټنې عالي ادارې د کارکونکو په ګډون ددې ادارې د کنفرانسونو په تالار کې تر سره شوه.
په پیل کې د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمیټې رئیس د ښاریانو شکایتونو ته د رسیدنې د څرنګوالي او د راپورونو د نشر په اړه یې بشپړ معلومات وړاندې کړل، د اجندا سره سم د مخکینیو غونډو د پریکړو د تطبیق په اړه راپور له ګډون والو سره شریک کړ.
په ادامه کې، د ښاریانو د بیلابیلو شکایتونو لکه؛ د مالیې وزارت، د کرنې وزارت، د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو ریاست، د کاپیسا ولایت د اداري اصلاحاتو آمریت، د شمالي دریایې حوزې او د کجکي د بریښنا بند په اړه څرګندونې وکړې او د کمیټې غړو د شکایتونو د معیارونو له مخې؛ شکایتونه تحلیل او وارزول او د حل د څرنګوالي په اړه یی لازم تصمیمونه ونیول.
دغونډې په پای کې اړونده څانګو ته هدایت ورکړل شو ترڅو شکایتونو ته په ټاکلي وخت رسیدنه وشي او راپور یې د ولس د پوهاوي په موخه خپور شي.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS