د افغانستان د پلټنې عالي ادارې او دعربستان دعمومي محاسباتو دیوان تر منځ ناسته تر سره شوه

sao-af
Wed, Dec 09 2020 10:22 AM
sao

هغه ناسته چې د ښاغلي محمد نعیم حقمل؛ دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس اودعربستان دعمومي محاسباتودیوان رئیس ښاغلي حسام بن عبدالمحسن العنقری تر منځ د ادارې دمحترمو مرستیالانو په حضور دانځوریزې اړیکې (ویدیویې کنفرانس) له لارې نن چهار شنبه د۱۳۹۹لمریز کال د لیندۍ دمیاشتې په ۱۹نیټه، تر سره شوه ، په پیل کې ښاغلي محمد نعیم حقمل، دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس د سعودي عربستان له دولت او خلکو څخه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او خلکو څخه یې تل ملاتړ کړی مننه وکړه.

ورپسې دواړو خواو د سعودي عربستان د(FISP) برنامو ترسرلیک لاندې دهغومرستو په اړه چې د پرمختیا په حال کې هیوادونو دپلټنو عالي ادارو دچارو لپاره چې د کرونا ویروس د خپریدلو له امله زیانمنې شوې وې ، هر اړخیزې خبرې او څرګندونې وکړې.

sao

دغه ناسته په داسې وخت کې دهیواد د پلټنې عالي ادارې او د سعودي عربستان دعمومي محاسباتو دیوان تر منځ تر سره کیږي چې مخکې له دې دپلټنې عالي ادارې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې د (FISP) برنامې له لارې پدې اداره کې د معلوماتي تکنالوجۍ دخدمتونو دپیاوړتیا په موخه دسعودي عربستان هیواد دبرنامو له لارې یوه طرحه وړاندې کړې وه . چې دهغې ادارې له لوري تائید او دپام وړ وګرزیده .sao

دناستې په پای کې، دسعودي عربستان دعمومي محاسباتو دیوان ژمنه وکړه چې تر څو دپلټنې عالي ادارې دچارو دسمون په برخه کې به راتلونکې کې تخنیکي همکاري وکړي.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS