دپلټنې عالي ادارې مشرتابه پلاوي دولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون له رئیس اوغړو سره وکتل
هغه غونډه چې نن چهار شنبې د۱۳۹۹لمریز کال دکب دمیاشتې په ۲۷ نیټه، دښاغلي محمد نعیم حقمل، دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس، ښاغلی سید بلال هاشمي، دکړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال اوښاغلی محمد اشرف عالمي د دولت د قطعیه حساب د پلټنې او پارلمان سره د اړیکو رئیس په ګډون ، دپلټنې عالي ادارې دتخنیکي همکاریو او دیادې ادارې د راپورونو په اړه یې له ښاغلي میر افغان ساپی، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون رئیس او غړو سره یې، دولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون دغونډو په تالار کې تر سره شوه.
پدې غونډه کې دواړو خواو د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون سره دپلټنې عالي ادارې د لا همغږۍ ، دعامه محاسباتو په برخه کې د مالي او بودجې کمیسیون څخه د ملاتړ برنامو، د وړتیا لوړولو اودپلټنې عالي ادارې قانون او همدارنګه دپلټنې عالي ادارې دراپورونو،لکه: ددولت قطعیه حساب دپلټنې، دقوانینو او مقررو په پام کې نیولو (رعایت) پلټنې، دکړنو پلټنې اودنورو راپورونو دڅرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او خپل نظرونه یې پدې اړه څرګند کړل.