د افغانستان د پلټنې عالي ادارې استازي دپلټنو عالي ادارو اسیایي ټولنې په سیمینار کې ګډون وکړ
د افغانستان اسلامي امارت د پلټنې عالي ادارې د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي انجینیر سید منان سهار د( پلټنې عالي ادارو له لارې عامه غوښتنې څنګه پوره کړو) تر عنوان لاندې سیمینار کې، چې د 1402 هـ ش کال د لیندۍ له 20 څخه تر 24 نېټې پورې د اندونیزیا په بالي ښار کې جوړ شوی و ګډون وکړ.
یاد سیمینار کې د 24 هېوادونو د پلټنې عالي ادارو استازو ګډون کړی و، چې د سیمینار له جوړېدو مخکې د ګډون کونکو هېوادونو د پلټنې عالي ادارو څخه د یادې موضوع په اړه مقاله غوښتل شوې وه، چې د متخصصینو د تحلیل او تجزیې څخه وروسته د 24 هېوادونو د مقالو څخه دافغانستان په ګډون 11 هېوادونو غوره مقالی (چې د موضوع په اړه یې نړیوال معیارونو ته په پام مناسب میتودونه کارولي) وټاکل شوې، او د سمینار ګډونوالو ته وړاندې شوې، چې د هغوی له لوري وستایل شوې، وړاندې کونکو د ګډونوالو پوښتنو ته مناسب ځوابونه وړاندې کړل.
د یادونې وړ ده، چې د یاد سمینار د جوړېدو موخه د تجربو شریکول او ظرفیت لوړونه وه او له ټاکل شویو مقالو به د پلټنې عالي ادارو د معیارونو په جوړولو کې ګټه واخیستل شي.