د افغان ټیلکام شرکت له مسولینو سره د پلټنې عالي ادارې پلاوي لیدنه
۱۴۰۱/۸/۱۱
د پلټنې عالي ادارې د همغږۍ غونډه د افغان ټیلکام له رییس سره جوړه کړه، په دې لیدنه کې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي عیسی خان راهب، د پلټنې د موندنو د څارنې او راپور ورکونې رییس ښاغلي نثاراحمد ثبات او د افغان ټیلکام رییس ښاغلي علي احمد ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې ښاغلي مولوي عیسی خان راهب د پلټنې عالي ادارې په موخو، کړنو، ارزښت او مقام په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، ورپسې ښاغلي نثار احمد ثبات د پلټنې د موندنو په عملي کېدا، او د ۱۳۹۹ مالي کال د عملکرد پلټنې په اړه معلومات وړاندې کړل.
په پای کې ښاغلي علي احمد د پلټنې له عملي کېدا نه خوښي وښودله او د پلټنې د موندنو په عملي کېدا یې د خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ