د تفتیش د ټیمونو ترمنځ د هماهنګۍ ځانګړی سیمنار ترسره شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۱۵ - ۴:۴۷
32

د (د پلټنې د ټیمونو او ریاستونو ترمنځ هماهنګي او د پلټنې په پروسه کې د موجوده ننګونو او حل لارو) تر سرلیک لاندې نن د سه شنبې په ورځ ۱۵/۰۶/۱۴۰۱ مطابق د ۹/۰۲/۱۴۴۴، یو ورځنې ځانګړی سیمنار د پلټنې عالي ادارې په عمومي تالار کې ترسره شو.
پدې سیمنار کې د ادارې سرپرست او د مالي او تقنیني اسنادو د رعایت د چارو معاون محترم مولوي عزت الله حقاني، د ادارې ستر مسلکي سلاکار محترم فضل الله نظامي، حقوقي مشاور محترم نور حیدر صدر، د دفتر رئیس محترم قدرت الله، د ادرې نورو رئیسانو، آمرینو او مفتشینو ګډون کړی و.
د سیمنار په شروع کې د پلټنې عالي ادارې حقوقي مشاور نور حیدر صدر ووبل: هر مسلمان مکلف په امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی او هر مومن مسلمان کولای شي د منکراتو مانع شي. نو ځکه کله چې مفتشین یو مرجع ته ځي، هغوی مکلف دي ترڅو د کومو اجراآتو چې د شریعت خلاف وي مخنیوی وکړي. هغه همدارنګه وویل چې یو مسلمان د بل مسلمان لپاره د آینی حیثیت لري او د مفتشینو کار هم همدا دې ترڅو ټولو دولتي ادارو ته هغه نواقص ورپه ګوته کړي چې دوۍ باید اصلاح کړي وه.

r54

 وروسته بیا د ادارې سرپرست او د مالي او تقنیني اسنادو د رعایت د چارو معاون محترم مولوي عزت الله حقاني په خپلو خبرو کي ووبل: د نن ورځ ناسته د پلټنې د ټیمونو او ریاستونو ترمنځ هماهنګي او د پلټنې په پروسه کې د موجوده ننګونو او حل لارو په خاطر، ترڅو په اینده کې په رهنمودونو او تګ لارو کې لازم اصلاحات راوړو، دایره شوی ده. محترم حقاني صیب همدارنګه مفتشین د قرانکریم د آیاتونو او احادیثو په رڼا کې صداقت او امانتدارۍ ته راوبلل. هغه زیاته کړه چې د مفتش اخلاق باید د یو داعي پشان اوسي او د هغه مرجع سره چې دا يې پلټنه کوي ښه رویه او اخلاق وکړي او په ټولو کارونو کې باید د خپلو آمرینو سره مشوره وکړي، ترڅو د فساد مخنیوی چې د دې ادارې اصلي هدف دی په ښه طریقه ترلاسه شي. همدارنګه محترم حقاني صیب افغانستان د ټول مشترک کور یاد کړ او تاکید يې وکړو چې د پلټنې هدف باید خاص د الله ج رضا او د افغان ملت خدمت او ترقي وي.

f5

د سیمنار په جریان کې د قانون د حاکمیت او حکومتدارۍ سکتور د پلټنې رئیس محترم محمد نسیم سحر د مفتشینو د مشکلاتو، لکه د راپور جوړونې په برخه کې، د راپور جوړونې فارمټ استعمال، د اسنادو د ثبت سیستم، د پلټنې په جریان کې د خاصو اوراقو او ټولکیټونو څخه استفاده، د پلان مطابق پلټنه ترسره کول، په صحیح ډول د پلټنې د موندنو د پایلو تحلیل او شریکول، او د مفتشینو د مالي مشکلاتو په اړه خبرې وکړی. 
ورسته هم د پلټنې د موندنو د تعقیب او راپور ورکونې رئیس محترم نثار احمد ثبات د مراجعو څخه د موندنو په اړه ووبل چې مفتشین باید د خپلو پوښتنو جدول پاڼه د استعلام سره مل مرجع ته واستوي او د عدم تطبیق د علتونو غوښتنه ورڅخه وکړي.
د سیمنار په اخر کې د ادارې مفتشینو خپل مشکلات او وړاندیزونه د مسوولینو سره شریک کړه او د هغوۍ له طرفه ورته مناسب ځوابونه وړاندې شول.

fr

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS