د شپږم راپور د چمتوالی په موخه د څو اړخیزې ( MSG )ګروپ لیدنه
دغه لیدنه د ښاغلي محمد هارون چخانسوري، د کانونو او پترولیم وزارت وزیر په مشرۍ، د یاد وزارت معین ښاغلی عتیق الله ذکی، د دولتي بنسټونو، خصوصي سکټوراومدني ټولنو څخه ددې ډلې دغړو ترمنځ د۱۴۰۰لمریز کال دغبرګولي په ۱۴ نیټه، د کانونو او پترولیم وزارت کې تر سره شوه او پر بیلا بیلو موردونو باندې خبرې اترې وشوې.
دجینوا په کنفرانس کې دترسره شویو ژمنو پر بنسټ، د دولتي شرکتونو دصورت حسابونو پلټنه چې د کانونو د کیندنې سکټور کې فعالیت تر سره کوي، هر کال باید د پلټنې عالي ادارې له لوري تر سره شي.
پدې غونډه کې چې د پلټنې عالي ادارې په استازیتوب ، ښاغلی غلام حیدر رسولی د تصدیو اودولتي شرکتونود پلټنې ریاست رئیس ګډون کړی وه ، د دولتي شرکتونو د صورت حسابونو چې د کانونو د کیندنې سکټور کې کارکوي دهراړخیز ګروپ غړو ته یې دهرډول همکاریو ژمنه وکړه، او زیاته یې کړه چې په ۱۴۰۰لمریز کال کې د شمال د ډبروسکرو شرکت او دافغان ګاز شرکت دمالي صورت حسابونو پلټنه، د پلټنې عالي ادارې دتصدیو او دولتي شرکتونو له لورې پلټل شوې دي او راپورې اړونده بنسټ سره یوځای شوی دی.
همدارنګه پدې غونډه کې په یادو شرکتونو کې دشته ننګونو دلرې کیدلو په موخه دپلټنې عالي ادارې داستازی له لوري رغنده وړاندیزونه وړاندې او د کانونو وزارت مشرتابه یې دپلې کیدو څخه یې دهمکاریو ژمنه وکړه.