د ننګرهار ولایتي مسؤولینو سره د پلټنې عالي ادارې د مسلکي مرستیال او سرپرست لیدنه
د پلټنې عالي ادارې سرپرست او مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني د ننګرهار ولایت مرستیال والي ښاغلي محمدرباني ناصح او ددې ولایت له نورو مسؤولینو سره ولیدل.
په دې ليدنه کې؛ د ننګرهار مرستیال والي ښاغلي مولوي محمدرباني ناصح د اسلامي امارت د ټولو مسؤولینو هڅه د غښتلي او پیاوړي اسلامي نظام رامنځته کول وبلل، او پلټنه یې د ادارو د سمښت، خپلو چارو ته د مسؤولینو د پام ګرځولو او روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې اړینه وبلله.
د ناستې په اوږدو کې د پلټنې عالي ادارې سرپرست او مسلکي مرستیال ښاغلي مولوي عزت الله حقاني په خپلو خبرو کې د ننګرهار ولایتي مسؤولین د عوایدوزیاتوالي، لګښتونو کنټرول او روڼتیا ته ځیر کړل، نوموړي همداراز زیاته کړه: چې په دې ولایت کې به پلټونکي د پلټنې پروسه ترسره او راپور به یې ریاست الوزرا سره شریک کړي.