د پلټنی عالي ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر معرفي شو
د اړتیا له مخې د پلټنی عالي ادارې مشرتابه مفتي عزیز الرحمن حقاني د تفتیش عالي ادارې د عمومي رئیس شیخ سید رسول حلیم له خوا د اطلاعاتو او عامه اړیکو د آمر په توګه په دریمه رتبه بست کې معرفي شو.
ښاغلی حقاني چې په فقه او افتأ کې د ماسټرۍ سند لري، د اسلامي امارت د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال د روغتیا په برخه کې کار کړی او لازمه تجربه لري.