د پلټنې عالي اداره کې د پلټنې درې میاشتینی مسلکی پروګرام جوړ شو

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۸:۲۵
ffff

پلټنې عالي ادارې؛ د خپلو ښوونیزو مسلکي پروګرامونو په لړ کې دا ځل د دې ادارې او نورو ادارو او وزارتونو د کورنیو پلټنو ریاستونو کې د نویو ګمارل شویو پلټونکو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره د (د پلټنې درې میاشتنی ښوونیز پروګرام) تر نامه لاندې پروګرام د 1444 هـ ق کال د شوال په 17 د پلټنې عالي اداره کې جوړ کړ. ددې پروګرام په پرانیسته کې د پلټنې عالي ادارې د مسلکي پراختیا رییس ښاغلي سیدرحمن رحمن وویل: موخه مو د خپلو او د نورو بنسټونو د پلټونکو د مسلکي وړتیا لوړول دي، تل مو کوښښ کړی، څو ددې ادارې او د نورو ادارو او وزارتونو د کورنۍ پلټنې ریاستونو پلټونکيو ته ښوونیز پروګرامونه جوړ کړو، څو په ادارو کې په اسانۍ او مسلکي توګه پلټنه ترسره کړي، په دې پروګرام کې به د کمپیوټر اساسات، محاسبې اساسات، پلټنې اساسات، ادارې او مدیریت اساسات، مالي مدیریت اساسات او د انګلیسي ژبې مضمونونه ګډونوالو ته وویل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د پلټنې عالي ادارې مشرتابه تل د کارکونکو د مسلکي والي او وړتیا لوړولو لپاره بیلا بیل پروګرامونه جوړ کړي دي.

fsssgghjj

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS