د پلټنې عالي ادارې او برښنا شرکت تر منځ د عامه پروژو د پلټنې د همغږي غونډه ترسره شوه
۱۴۰۱/۸/۱۶
د عامه پروژو د پلټڼې غونډه د پلټنې عالي ادارې د پلاوي او برښنا شرکت د مسولینو تر منځ ترسره شوه، د پلټنې عالي ادارې په پلاوي کې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي عیسی خان راهب، د عامه پروژو د پلټنې رییس انجینر سیدمنان سهار، د دولتي شرکتونورییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د پلټنې د موندونو، څار او راپور ورکونې رییس ښاغلي نثاراحمدثبات ، ددې ادارې نورو مسولینو او د برښنا شرکت له لوري عملیاتي رییس ښاغلي صفي الله احمدزي، سوداګریز رییس ښاغلي عبدالرحمان رحماني، د داخلي پلټنې رییس ښاغلي محمدزي او نورو مسولینو ګډون کړی و.
د غونډې پیل د مبارک قران په سپیڅلو ایاتونو وشو، ورپسې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي عیسی خان راهب خبرې وکړې او زیاته یې کړه یاده غونډه دوه برخې لري چې یوه یې د د عامه پروژو د پلټنې لپاره ځانګړې شوې او بله یې د پلټنې د ټیم لپاره د همغږۍ غونډه ده، نوموړي د پلټنې عالي ادارې په تاریخي سیر، ارزښت او موخو په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې ښاغلي سیدمنان سهار د عملکرد پلټڼې مدیریت ، موخو او د ساختماني چارو پروژو د قوانینو په پاملرنې معلومات وړاندې کړل، په دوام یې عبدالنظیف د پریزنټیشن په وړاندې کولو سره د پلټنې، د پلټنې صلاحیتونو او د پلټنې د موندونو په عملي کېدا ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په پای کې ښاغلي مولي عبدالرحمان د پلټنې عالي ادارې د پلاوي له راتګه خوښي وښوده او د پلټنې عالي ادارې د مسولینو له لوري یې د هر اړخیزه او مسلکي معلوماتو له شریکولو مننه وکړه او په دې اداره کې یې د پلټنې د پروسې د پیل په اړه تیاري وښوده او له پلټونکو سره یې د پلټنې په جریان کې د مرستې ډاډ څرګند کړ.