د پلټنې عالي ادارې د اعتراضونو د حل کومېټې ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارې د اعتراضونو د حل کومېټې (8) شمیره ناسته د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني اسنادو د پلټنې مرستیال او د ادارې کفیل ښاغلي مولوی عزت الله حقانی په مشرۍ او نورو غړو په شتون کې د 1444 هـ ق کال د رمضان المبارک په 26 نېټه ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ټاکل شوې اجنډا سره سم په (11) موضوعاتو بحث وشو او په پای کې د کومېټې د رییس او غړو له لوري اړینې پریکړې وشوې.