د پلټنې عالي ادارې د عوایدو پلټنې رئیس معرفی شو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۱:۵۰
02

ښاغلی شیخ سیدرسول حلیم د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس، محترم اعجازالحق عزیزي د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ء د عالي مقام د ۲/۱۱/۱۴۴ هجری قمری نیټې د(۲۲۹۰) شمیرې حکم پر بنسټ په دویمه رتبه بست کې د عوایدو رئیس په ټوګه د دغې ادارې منسوبینو ته وروپیژنده.

د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس محترم عزیزي ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د عوایدو ریاست یې یو کلیدي ریاست یاد کړ او په کارونوکې ورته د الله (ج) څخه بریالیتوبونو هیله وکړه. همدارنګه نوې مقرر شوې رئیس د ریاست الوزرا عالي مقام او د ادارې د مشرتابه له اعتماد او باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې څرګنده کړه چې ورسپارل شوې دنده به په پوره اخلاص او صداقت سره تر سره کړي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلی اعجازالحق عزیزي د اقتصاد په برخه کې د لیسانس تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او د یادې ادارې په بیلابیلو څانګو کې کاري تجربه لري.

06

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS