د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي د مرکزي بغلان له ښاروال سره وليدل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۱۵:۲۳
sdff

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدين عمر، د پلټنې د موندنو د تعقيب او راپور ورکونې رئيس ښاغلي مولوي سعدالدين سعدي، د زراعت او زيربنا سکتور د پلټنې آمر ښاغلي ضيا الدين احمدي او نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ھ ق کال د ربيع الاول په 23 نيټه د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال ښاغلي مولوي عبدالعزيز مستغفر او يو شمير نورو مسئولينو سره ناسته ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ ښاروال ښاغلي مولوي عبدالعزيز مستغفر د پلټنې عالي ادارې څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دې ادارې د پلټونکو له کارونو يې خوښي څرګنده کړه.
ښاغلي مولوي الهام الدين عمر بيا د پلټنې عالي ادارې په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړه او زياته يې کړه: د پلټنې عالي ادارې دنده د اسلامي امارت په ټولو نظامي او ملکي ادارو کې د شفافيت، حساب ورکونې او ښه مدیریت څخه اطمینان ترلاسه کول دي، او دا د ټولو ګډ مسؤليت دې چې پدې برخه کې يو بل سره همکاري وکړو. همداراز نوموړي د پلټنې د موظف شوي پلاوي سره د لا زياتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې ښاغلي مولوي عبدالعزيز مستغفر د پلاوي د نظر اوريدلو ترڅنګ د پلټنې پلاوي سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ. 

gdfg

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS