د پلټنې عالي ادارې د کورنۍ پلټنې له کیفیته د ډاډ کمېټې ناسته ترسره شوه
د پلټنې عالي ادارې د کورنۍ پلټنې له کیفیته د ډاډ کمېټې په مرکز کې د پلټنې ټاکل شویو ټیمونو په میاشتني راپور له قوانینو او مقرراتو له کیفیته د ډاډ ترلاسه کولو او په بېلاـ بېلو ادارو کې د پلټنې په بهیر کې د ستونزو په اړه د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي په مشرۍ او د ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار ښاغلي فضل الله نظامي، د کورنۍ پلټنې او له کیفیته د ډاډ رییس ښاغلي عبدالهادي امین، رییسانو او د کمېټې د نورو غړو په ګډون، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۰ نېټه ناسته ترسره کړه. ناسته کې د کورنۍ پلټنې او له کیفیته د ډاډ رییس په پلټل کېدونکو ادارو کې د ټاکل شویو ټیمونو د کړنو له کیفیته د ډاډ میاشتنی راپور ولوست او په اړه یې خبرې اترې وشوې.