د پلټنې عالي ادارې رییس ددې ادارې په انګړ کې نیالګی کېناوه
د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي او ددې ادارې مرستيالانو او نورو مسوولينو ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک په ۹ نېټه د دې ادارې په انګړ کې نیالګی کېناوه.
د پلټنې عالي ادارې رییس وویل: د نیالګي کینول جاري صدقه او د چاپېریال د ساتنې او زرغونتیا په موخه د ټولو انسانانو اسلامي او انساني دنده ده؛ ټول باید د هېواد د ښېرازه کولو او زرغونتیا په پار یو نیالګی کېناوو.
د پلټڼې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي په هېواد کې د سرتاسري امنیت، اقتصادي ودې، تعلیم او تربیې او په هېواد کې د کرنې لپاره د الله ج له درباره د دعا غوښتنه وکړه.