د پلټنې عالي ادارې مسولینو په ارشادو حج اوقافو وزارت کې د پلټنې پایغونډه جوړه
۱۴۰۱/۹/۱
د پلټنې عالي ادارې پلاوي چې پکې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د پوهنې، روغتیا او کلتور د برخې پلټنې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي د ارشادو حج اوقافو له مرستیال وزیر ښاغلي عارف الله عارف او نورو مسولینو سره د پلټنې پایغونډه جوړه کړه.
غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، د پلټنې عالي ادارې مسولینود ارشاد او حج اوقافو وزارت له مسولینو څخه د پلټنې په جریان کې له کړې همکارۍ مننه وکړه؛ او د پلټونکو له لوري د پلټڼې پروسې د راپور د مسودې کاپي د نظر وړاندې کولو لپاره د یاد وزارت له مسولنیو سره شریکه کړه.
په پای کې د حج اوقافو وزارت مسولینو د پلټنې پروسې په جریان کې د پلټونکو له کړي چلند مننه وکړه، او د پلټنې پروسه یې په ادارو کې د پرمختګ لپاره د لارې په معنا وباله.