د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په لسمه ناحيه کې د پلټنې پايغونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د دې ادارې د ښارواليو د پلټنې رييس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي کوله او ورسره د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاول په ۲۶ نېټه د کابل ښاروالۍ لسمې ناحيې رييس او د يادې ناحيې نورو مسوولينو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
غوڼده د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه ورپسې پلاوي، له مسوولينو د پلټنې په برخه کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، د ټولو هغه ادارو، چې د عامه بوديجې څخه پيسې مصرف کوي پلټنه د پلټنې عالي ادارې دنده وګڼله، ترڅو حکومت او وګړو ته ډاډ ورکړي، چې د بيت المال څخه پيسې پر ځای مصرف شوې او دبې ځايه لګښت څخه يې مخنيوی شوی دی.
په پای کې د کابل ښاروالۍ لسمې ناحيې مسوولينو د پلټونکو له چلند خوښي څرګنده کړه او د پلټنې عالي اداره يې د ستونزو په راکمولو کې ګټوره ياده کړه.