د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل پوهنتون ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۷ - ۱۰:۱۲
5t

د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۲۲ نېټه د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی خان راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور د برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي، د یادې ادارې پلټونکو او د کابل پوهنتون رییس ښاغلي دوکتور اسامه عزیزي او نورو مسوولینو په کې ګډون درلود، د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه.
د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د پلټنې د موخو، کړنو، مخینې اوپه عامه ادارو کې د پلټنې په اغېز، د بیت المال اوعامه شتمنیو د ساتلو او په ادارو کې د فساد مخنیوي لپاره د پلټنې په ګټورتیا د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام د پلټنې عالي ادارې مسوولینو، پلټنه په ادارو کې د ستونزو او نېمګړتیاوو د سمونونو لپاره اړینه وبلله، چې د دواړو لورو په همکارۍ به وکولای شي چې پلټنه په ښه توګه ترسره شي.
په پای کې د کابل پوهنتون رییس ښاغلي اسامه عزیزي، پلټنه د ادارو د ستونزو او نیمګړتیاوو موندلو لپاره یوازینۍ لار یاده کړه، نوموړي همداراز زیاته کړه:
 پلټنه د نوښتونو د رابرسېره کولو او د لا ډېرو لاسته راوړنو لپاره یو بنسټیز امر دی، ښاغلي اسامه عزیزي له پلټونکو سره د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

3243

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS