د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په عامې روغتیا وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۷ - ۹:۴۷
34r

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ددې ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د روغتیا، پوهنې اوکلتور د برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او نورو غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۳نیټه د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال ښاغلي الحاج حبیب الله اخوندزاده سره ولیدل.
په یاده ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره، د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو له لوري د شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې بهیر یې په ادارو کې چارو ته د مسوولینو د پام اړولو او د نیمګړتیاوو د اصلاح لپاره اړینه وبلله.د غونډې په جریان کې د پلټنې د پایلو د راپور مسودې یوه کاپي د بحث لپاره مسوولینو ته وسپارل شوه، چې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو دځینو مسایلو  په اړه پوښتنې وکړې او د پلټنې عالي ادارې پلاوي ورته د قناعت وړ ځوابونه وړاندې کړل.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو، په دې بنسټ کې د پلټونکو له لوري د شوي چلند له امله خوښي او رضایت څرګند او د وړاندیزونو د عملي کېدو ډاډ یې وړاندې کړ.

rrrr435

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS