د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په لوړو زده کړو وزارت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د پلټنې عالي ادارې د دفاعي،امنيتي او ټولنیزخوندیتوب پلټنې برخې رییس مولوي محمد عازي جرير کوله او ورسره د پلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او کلتور پلټنې برخې رييس ښاغلي عبدالاحد قيومي او د پلټنې ټيم ګډون درلود د ۱۴۴۴ هـ ق د شعبان المعظم د مياشتې په ۲۸ نېټه د لوړو زده کړو وزارت له اداري اومالي مرستیال ښاغلي محمد حامد حسيب او دياد وزارت له نورو مسوولينو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
غونډه د قرآن کريم په مبارکو ايتونو پيل شوه، وروسته د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې په بهیر کې د مسوولینو له لوري د همکارۍ او پر وخت د اسنادو وړاندې کولو له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندونو د راپور مسودې په اړه یې له مسوولینو سره خبرې اترې وشوې او د پلټنې د راپور مسودې یوه کاپي يې د نظر اخیستلو په موخه هغوی ته وړاندې کړه.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت اداري او مالي معين ښاغلي مولوي حامد حسيب راغلي پلاوي ته هرکلی ووايه او زياته يې کړه پلټنه په ادارو کې د چارو سمون لپاره اړينه ده، نوموړي د پلټنې د موندنو د عملي کېدو لپاره ژمنه وکړه.