د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چاپېریال ساتنې ملي اداره کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د دفاعي امنیتي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې امر ښاغلي نویدالله واحدي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم په ۱۰ نېټه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حقاني او نورو مسؤلينو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د اسلام مبارک دین په رڼا کې د بیت المال ساتنې په پار د پلټنې په ارزښت خبرې وکړې او پلټنه یې په ادارو کې له مسوولینو سره د هغوی په چارو کې همکاري یاده کړه.
ورپسې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او پلټنه یې د امارتي ادارو په کارونو کې د سمښت په پار اړینه وبلله او د پلټنې ډلې غړو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.