د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛افسوتر دولتي شرکت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۲ نېټه،افسوتر دولتي شرکت عمومي رییس ښاغلي مولوي شفیق الله شهیدخېل او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د افسوتر دولتي شرکت له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او زیاته یې کړه: له شک پرته چېرې، چې کار وي هلته تېروتنې هم رامنځته کیږي؛ د پلټنې عالي اداره خپله دنده ګڼي، چې ستونزې او نیمګړتیاوې معلومې کړي او د حل لپاره یې د عامه سکټور ادارو ته اصلاحي سپارښتنې وړاندې کړي.
په پای کې د افسوتر دولتي شرکت مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د پلټنې ټیم له هڅو او کوښښونو مننه وکړه او د پلاوي له لوري وړاندیز شویو موندنو او سپارښتنو د پلي کولو ژمنه یې وکړه.