د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د معلولینو او معیوبینو د بیارغونې روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۳:۵۵
dsfsf

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې امر ښاغلي مولوي اسدالله حیدري، د پوهنې روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي عبدالاحد قیومي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ ه ق کال د رجب المرجب په ۲۳ نېټه، د معلولینو او معیوبینو د بيا رغونې روغتون له رییس ښاغلي ډاکټر رامین سنګین او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې ټاکل شوي پلاوي د پلټنې عالي ادارې په موخو، چې له لګښتونو او عوایدو ډاډ ترلاسه کول دي خبرې وکړې، همدارنګه د پلټنې عالي ادارې پلاوي له نړیوالو سازمانونو سره د یادې ادارې په اړیکو معلومات وړاندې کړل او د یاد روغتون له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 پای کې ښاغلي ډاکتر رامین سنګین د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او پلټنه یې په ادارو کې د ستونزو نیمګړتیاوو او تېروتنو د له منځه وړلو په پار اړینه وبلله، نوموړي همداراز د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.  

fdgd

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS