د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د چاپيريال ساتنې ملي اداره کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۲۲
sdfsf

د پلټنې عالي ادارې پلاوی؛ چې پکې ددې ادارې د امنيتي، دفاعي او ټولنيز خونديتوب برخې د پلټنې رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د پوهنې، روغتيا او کلتور برخي د پلټنې کفيل ښاغلي مولوي صبيح الدين صديقي، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۹ نېټه، د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مالي او اداري مرستيال ښاغلي مولوي عبدالسلام حقاني او د يادې ادارې نورو مسوولينو سره د پلټنې پای غونډه جوړه کړه.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، له مسوولينو د پلټنې په بهير کې د کړې همکارې له امله مننه وکړه، ورپسې يې په امارتي ادارو کې د پلټنې په ارزښت ګټور معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه: د پلټنې عالي اداره نورو ادارو ته د هيندارې مثال لري، چې د ادارو ټولې چارې پکې په روښانه توګه ښکاريږي او د موندنو د راپور مسودې يو کاپي يې د هغوی د نظر اخيستلو په پار ورسره شريکه کړه.
د غونډې په پای کې د چاپيريال ساتنې ملي ادارې مسوولينو د پلټنې عالي ادارې له مسوولينو مننه وکړه، چې په امارتي ادارو کې د روڼتيا رامنځ ته کېدو په پار هڅې کوي او د پلټنې د موندنو او سپارښتنو د عملي کولو ژمنتيا يې څرګنده کړه.

sdfsf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS