ماموریت او لید لوری

زموږ دندې او  ماموریت

1.    د دولت د مالي صورت حسابونو او کلني قطعيې حساب پلټنه او پدې اړه د پلټنې نظر وړاندې کول.
2.    د مالي او حسابي چارو پلټنه، په ځانګړي توګه په ادارو، شرکتونو او تصدیو کې د عایداتو او لګښتونو تحقق. 
3.    د ولسمشرۍ د احکامو او لارښوونو پربنسـت  په ادارو کې د ځانګړو پلټنو ترسره کول.
4.    د مالي صورت حسابونو او هغه بهرني مرستې چې د دولت بودجې له لارې مصرف کیږي په اړه د پلټنې نظر وړاندې کول.
5.    په بهر کې د دولتي ادارو او نمایندګیو د مالي او حسابي چارو پلټنه.
6.    د وزارتونو او دولتي ادارو د داخلي پلټنې څانګو پلټنه.
7.    د پروژو د اقتصادیت، ګټورتوب او اغیزمنتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د کړنو  پلټنې ترسره کول.
8.    د چاپیریال پلټنې ته وده او پراختیا ورکول.
9.    په ادارو کې د اقتصادي ، ټولنیز او مالي ودې د پلانونو د عملي کیدو په اړه پوهاوی. 
10.    د پلټنو تر سره کول په داسې بڼه چې د ملي او ټولنیزې ودې او د آزاد بازار اقتصاد لامل شي.
11.    د پلټنې په لړ کې د نیمګړتیاوو، تیروتنو، او مالي توپیرونو پیژندل او په اړه یې اړوندو څانګو او ادارو ته د اجرااتو پلې کولو او ښه کولو لپاره د تحلیلي پایلې استول.
12.    ادارو او موسساتو ته د نیمګړتیاوو د له مینځه وړو لپاره د اصلاحي سپارښتنو او لارښوونې وړاندې کول.
13.    د پلټنې په لړکې کې په عامه شتمنیو کې د حیف او میل مواردو پیژندنه او د څیړنې لپاره لوی څارنوالۍ ته یې راجع کول.
14.    د جمهوري ریاست او پارلمان ته د پلټل شویو ادارو د مالي او حسابي پلټنو څخه د موندل شوي مهمې پایلو په اړه د شپږ میاشتني توحیدي راپورونو وړاندې کول.
15.    د ادارې د ظرفیت دوامداره وده.
16.    د ادارې د فعالیتونو تنظیم لپاره قانوني چوکاټ چمتو کول.
17.    د اداري د پلټنې د حدود پراختیا.
18.    د  ادارې د ټولو نړیوالو اړیکو پراختیا او ټیڼګښت او د نړیوال عالي پلټنې بنسټونو د سازمان (انتوسای) معیارونو په پام کې نیول. 
19.    د داخلي پلټنې څانګو لپاره میتودیک (مرتب) لارښوونې وړاندې کول
20.    د تفتیش شوي ادارو د مالي او حسابي څانګو د کړنلارو او لوایحو د تعدیل لپاره ذیصلاحو مراجعو ته د وړانډیزونو وړاندې کول.

دپلټنې عالي ادارې لیدلوری:

موږ هڅه کوو چې د پلټنې په چارو کې یوه نمونه او مخکښ د پلټنې عالي اداره ولرو تر څو په عامه سرچینو کي د روڼتیا مدیریت، حساب ورکولو او ځواب ویلو ته په ټاکلي وخت سره د پلټنو د ترسره کولو، د خپلواک، غوره او انډول راپورونو د وړاندې کولو له لارې  وده او پیاوړتیا ورکړو.